انصار: ( دچنګاښ۲۲مه)، د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند ملا عزت الله رښتين وايي، درې تنه انسان تښتوونکي يې د لښکرګاه ښار د يوه اوسېدونکي د تښتولو پر مهال نيولي دي.
رښتين وايي، چې تښتوونکو غوښتل د دغه کس د خلاصون په بدل کې پيسې ترلاسه کړي.
د لښکرګاه د امنیې قوماندانۍ ویاند همدا راز زیاتوي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت ځواکونو ۱۳.۵ کیلو ګرامه هیروئین، چې په یوه ۵۸۰ ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو او کابل ته لېږدول کېدل کشف او ترلاسه کړل.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32464